لنډه کيسه: غلا

ساخت وبلاگ
د لونګو دريڅې پر دویم ټوک د ښاغلي لیکوال محب الله زغم سریزه   د لونګو دريڅې؛ پنځه، كه لا ډېرې؟   ښاغلي صديق الله بدر د كليد راډيو ادبي خپرونې ته ((د لونګو دريڅې)) نوم وركړى و. دغه خپرونه له نورو ټولو ادبي فرهنګي خپرونو بېله وه، بدر له نوښته كار اخيست، زحمتونه يې ايستل او خپرونه يې داسې جوړوله، چې بل چا نه وه جوړه كړې. اوس يې د همدې خپرونو متن د كتاب په بڼه چاپ ته چمتو كړى دى او كتاب ته يې هم هماغه نوم ((د لونګو دريڅې)) غوره كړى دى. دغه نوم د كتاب له محتوا سره له دې نظره اړخ لګوي، چې دريڅې يادوي يعنې يوه دريڅه نه ده، څو دريڅې دي. يو خو كتاب په څو ټوكو كې چاپېږي، چې هر ټوك يې بېله دريڅه بللى شو او بل دا چې د كتاب په هر ټوك كې ګڼې دريڅې شته. موږ له هرې درېڅې د يوې ځانګړې ښكلا ننداره كولاى شو. لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 156 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

د باران انځور پر شعري ټولګې د استاد نورالحبیب نثار سریزه   ((بدر)) او ((د باران انځور)) د بدر او باران چې سره نه ده جوړه، نو دغه د انځور خبره په کې بيا له کومه راغله! ځکه چې بدر وي، باران به نه وي او چې باران وي، نو بويه چې بدر نشته. خو تخيل داسې يوه وړتيا ده چې په مرسته يې د بدر په شپه هم د باران شيبې انځورېدلی شي. بدر دی او که باران، دواړه، نږه عاشقانه او عارفانه ښکلا لري. د باران انځور د ښاغلي صديق الله بدر هغه شعري تابلو يا ټولګه ده چې د افغانانو د اسکېرلي ژوند خد و خال په کې له ورايه ښکاري. که د انګرېز شاعر کيټس په وينا، رښتينولي ښکلا او ښکلا رښتينولي وي، نو د بدر شعر د رښتينولۍ او ښکلا دواړو هنداره ده. ده په خپله شاعرۍ کې زياتره د ولس د لالهانده ژوند، تنګسو او ناکراريو ذکر او فکر کړی لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 152 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

د (سيد جمال الدين افغاني او د ختيځ او لوېديځ مخامختيا) پر ژباړې د استاد حبیب الله رفیع یادښت يادښت د ۱۳۵۵ كال په ژمې کې د شهيد محمد داؤد خان په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت د خپلې ملي كلتوري پاليسۍ له مخې، چې وخت په وخت يې د هېواد د لويو علمي،ادبي، سياسي او ملي هستيو په ياد سيمينارونه جوړول، نو د ختيځ د لوى نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني د مړينې اتيايم تلين يې هم د يوه پرتمين سيمينار په ترڅ كې ولمانځه، چې په دې سيمينار كې گڼو افغاني او بهرنيو پوهانو او عالمانو د سيد د مبارزو او ژوند په باب مقالې واورولې او په هره مقاله بحث او څېړنې وشوې، خو مخكې له دې، چې له دود سره سم د دې مقالو مجموعه خپره شي، په هېواد كې د ۵۷ كال د غوايي خونړۍ كودتا وشوه، چې كمونست او له پردو سره تړلي دولت نه يوازې د لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 168 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

زما د کیسو پر دويمې ټولګې(بدل شوی سړی) د ښاغلي اجمل پسرلي لیکنه بدل شوی سړی                                                                           کيسه د ادبياتو هغه برخه ده، چې ډډه يې پر تخيل کړې او ولاړه پر حقيقت ده. د صديق الله بدر کيسو حقيقت ته دومره اوږه ورکړې، چې د خيال برخه يې کمرنګه ښکاري.د « بدل شوي سړي» د کيسو موضوعات هغه دي، چې له تېرو نژدې لسوکلونو يې هره ورځ افغانان اوري. يو ځای ماشوم اختطافېږي، بل ځای قوماندان تېری کوي، په بله کيسه کې له ښځو سره زياتی کېږي، پر لږ عمره ماشومانو کار کېږي، قانون نه تطبقېږي، يو بهر ته قاچاقي ځي، بل په ټوپک پيسې ګټي او يو د ځان مرګي بريد هڅه کوي... ليکوال يوازې کرکټرونه له شاوخوا نه دي راټول کړي، ورځني وسايلو ته يې هم پام کړی دی، د چلنج په نامه لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 155 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

زما د کیسو پر دويمې ټولګې د ښاغلي محب زغم لیکنه   د ((بدل شوي سړي)) د كيسو موضوعات   ځينو روابطو ته مشكله ده، چې سړى نوم وركړي. سړى په ژوند كې له ځينو داسې كسانو سره مخ كېږي، چې غواړي د زړه له تله ورته احترام وكړي، چې ورسره بې مطلبه مينه وكړي. سړى چې داسې كس لپاره يو كار ترسره كړي، خوند ځنې اخلي، د هغه په درد دردېږي او په خوښۍ يې خوشحالېږي. دې رابطې ته د نوم وركول هغه مهال سختېږي، چې مقابل لورى دې نجلۍ يا ښځه وي. دې رابطې ته مينه نه شې ويلى، ځكه چې هغه تمه، چې له معشوقې يې لرې له هغې يې نه لرې، داسې كس خور نه شې بللې، ځكه چې له خور سره دومره صميميت نه شې كولاى، ډېرې خبرې دي، چې خپلې خور ته يې نه كوې؛ خو هغې ته يې كوې. سړى له خور څخه ډېر څه نه شي پوښتلى؛ خو له هغې څخه يې پوښتلى شي. زموږ په ټ لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : موضوعات, نویسنده : lawang بازدید : 234 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

ژباړه/ صدیق الله بدر هاینریش بل څه ډول لیکل کول؟ هاینریش تیودور بل په ۱۹۱۷ کال د المان په کولن کې زېږېدلی او په ۱۹۸۵ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې دي. بل له ۱۹۳۹ کال نه تر ۱۹۴۵ پورې د دویمې نړیوالې جګړې په ډګرونو کې پاتې شوی او تر جګړې وروسته لکه د یوه ځلېدونکي ستوري په شان د المان د ادبیاتو په اسمان کې راڅرګند او تر پايه ځلېدونکی پاتې شو.ریل ګاډی په وخت راورسېد، آدمه چېرته وې؟، د ځوانۍ د کلونو ډوډۍ، تور پسونه، یو ټکی يې هم ونه ویل، د یوه جوکر عقیدې، پرښتې چوپتیا غوره کړه، میراث، امنیتي شبکه، مساپره اسپا ته راځې؟ او په نهه نیمې بجې د بیلیارد لوبه د هاینریش بل غوره اثارو کې شمېرل کېږي چې په ګڼو ژبو ژباړل شوي هم دي.بل په ۱۹۷۲ کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه حال دا چې تر دې مخکې په ګڼو جایزو ویاړل ش لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : هاینریش, نویسنده : lawang بازدید : 229 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54

ژباړه/ صدیق الله بدر ریچارد فورډ څه ډول لیکل کوي؟ ریچارد فورډ چې په امریکا کې د لنډې کیسې د یوه بې بدیله استاد په توګه پېژندل کېږي او د لنډې کیسې او ناول یو له غوره لیکوالو ګڼل کېږي، په ۱۹۴۴ میلادي کال د میسيسیپي په جکسون سیمه کې زېږېدلی دی.  فورډ د خپل لومړني ناول ((د زړه یوه ټوټه)) له بشپړولو مخکې په ۱۹۷۶ کې يې د نیویارکر او سکوایر خپرونو لپاره لنډې کيسې لیکلې.  د زړه یوه ټوټه، وروستۍ چانس، د ژويو ژوند، د خپلواکۍ ورځ، سپورټي خبریال، د ځمکې نښه، پرېږده چې درته فرانک و اوسم او کاناډا د فورډ ناولونه او راک سپرینګز، ښځې له نارینه وو سره، د ګناهونو بوخڅه، فورډ او تاسې له فرانک سره وپېژنئ د هغه د لنډو کیسو ټولګې دي. نوموړي د پولتيزر او پن فاکنر په جایزو سربېره ګڼې نورې جايزې هم اخیستې دي او د لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 200 تاريخ : يکشنبه 5 آذر 1396 ساعت: 12:54